بسم الله الرحمن الرحیم
حاجی محمدصدیق خان شیرعلی مشهور په(لوی اغا) اویاهم ډانګ محمدصدیق خان دحاجی غلام قادر خان
بارکزی زوی دکرنیل شیرعلی خان بارکزی لمسی دکندهار د ولایت د ډنډ په ولسوالی دچپلانی په
کلی کی ۱۳۰۳ هجری شمسی کی زیږیدلی دی .په پیل کی به دډانګ پر تاریخ رڼا واچوو.
کرنیل شیرعلی خان بارکزی دامیرعبدالرحمن خان په واکمنی کی دهغه دحضور کرنیل وو دغه ډانګ به
ورسره وو.دهغه څخه وروسته دامیرعبدالرحمن خان دزوی امیرحبیب الله خان دحضور کرنیل وو هم دغه
ډانګ ورسره وو. دهغه څخه وروسته دغازی امان الله خان په واکمنی کی ډیر سپین ږیری وو خو بیا هم دپاچا
دمشاور په توګه یو څو عمر دنده اجرا کړه بعدکی یی دپاچا څخه تقاعدی واخستل کندهار ته راغلی.
مشرتوب دده زوی حاجی غلام قادرخان بارکزی ته وسپارل شو. حاجی غلام قادرخان یو ښه
دینی عالم او یو مهربانه قومی مشروو. دحاجی غلام قادرخان بارکزی زوی حاجی محمد صدیق خان شیرعلی
اویا هم ډانګ محمدصدیق خان یوملی تجاروو دافغانستان د مختلیفوولایتونوڅخه به یی دکندهار دوړیو
فابریکی ته وړی راوړلی. کوم وخت چی روسانو پر افغانستان یرغل وکړی ډانګ محمدصدیق خان هم دخپل
نیکه کرنیل شیرعلی خان پر نقش قدم قدم کشیښودی اودهغه ډانګ یی پورته کی جهاد ته یی ادامه ورکړل
او په دهغه ډانګ به یی د مظلومو خلګو دعزت مال او ناموس ساتنه کول.د۱۳۸۹ دزمری دمیاشتی پر
۲۸نیټه دورپیښی ناروغی له امله ددی نړی څخه سترګی پټی کړی روح دی ښادوی. اوس دده پر ځای دده
زوی حاجی شاه ولی خان (صدیقی)بارکزی ناست دی.
hajimohammadsadiqkhan لوی اغا حاجی محمد صدیق خان